د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو او د سرحدي مسایلو سربېره په نورو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا ټينګار کړی او ویلي یې دي، افغانستان او ایران هغه ګاوڼدیان دي، چې ډېر ګډ مشترکات لري.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو په ګډو مشترکاتو، او په بېلا بېلو برخو کې د دوستانه اړیکو او نږدې همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.