هرات ولایت د مطبوعاتو دفتر وایې؛ د ټاپي پروژې رییس د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدنه کړې او د دې پروژې د پایپ لاین غځولو د بهیر د چټکتیا خبر یې ورکړی دی.
د ټاپي پروژې رییس عبدالله یوف په دې لیدنه کې له مولانا اسلامجار سره د ټاپي پروژې د کارونو د پرمختګ په اړه لنډ راپور شریک کړی.
نوموړي د سیمهییزې ادارې له همکارۍ څخه په مننې سره ویلي، د ګازو پایپ لاین غځولو کار په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه شپږ کیلومتره پایپ لاین غځول شوی دی.
شیخ مولانا اسلامجار د ټاپي پروژې د مسولینو هڅې ستایلي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.