د پوهنې وزارت وایي، د اسلامي بانک مسولینو له مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اسلامي بانک مسولینو ویلي، د پوهنې کارکوونکو د معاشونو د لېږد په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې ګرځنده ټیمونه جوړ کړي دي.
مولوي حبیب الله اغا د یاد بانک د مسولینو له دغه نېک اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي؛ زموږ هېواد د پخوا په پرتله ډېر کار ته اړتیا لري، دا د هر افغان دنده او وجیبه ده، چې خپلو هېوادوالو ته د دوی د رسمي مسولیتونو سره سم باکیفیته خدمات وړاندې کړي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې؛ اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې د خپل ملت سره هر اړخیزې مرستې وکړو، ځکه چې ملت زموږ او موږ د ملت یو.
د پوهنې وزارت په وینا؛ له دې ورورسته به د یاد وزارت مالي او حسابداري ریاست په هڅو او همغږۍ او د اسلامي بانک په همکارۍ سره به د میدان وردګ، غزني، نیمروز، کندوز، غور او هرات ولایتونو د ولسوالیو په لیرې پرتو سیمو کې تدریسي او اداري منسوبینو ته معاشونه انتقالوي.
یاد وزارت زیاتوي؛ معاشونه به پر وخت وېشل کیږي او په یاده پروسه کې د روڼتیا او د هر ډول مالي بې نظمیو څخه د مخنیوي په موخه، د پوهنې کارکوونکو ته ځانګړي کارتونه به ورکړل شي، تر څو هغوی وکولی شي په خپلو سیمو کې معاشونه د اسلامي بانک د ګرځنده ټیمونو له لوري ترلاسه کړي.