د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد په مشرۍ د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د صادر شوي فرمان په بشپړ ډول د پلي کولو په موخه یاد ولایت کې ځانګړې امنيتي غونډه شوې.
په دې غونډه کې د نیمروز ولايتي ادارې ټولو مسولينو په ګډون د امنيې قومندانۍ، سرحدي کنډک او استخباراتو رياست مسولينو شتون درلود.
د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد ویلي، د انساني قاچاق مخنيوي په اړه د صادر شوي فرمان د پلي کولو مرحله را رسېدلې او ټول امنيتي ارګانونه بايد په جدي ډول د دغه فرمان په پلي کولو کې اقدامات وکړي.
نوموړي د ياد فرمان پر بشپړ پلي کېدو ټينګار کړی او د دې ولايت اړوندې امارتي ادارې يې مکلفې کړي، ترڅو د پلي کولو په برخه کې يې له امنيتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه کار وکړي.
ښاغلي خالد همدارنګه هغو قاچاقبرانو ته د قانوني سزا ورکولو سپارښتنه کړې، چې له دې فرمان څخه سرغړونه کوي.
دغهراز د غونډې په پای کې امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی، چې له دې وروسته به هیچاته د هېڅ ډول قاچاق کولو اجازه ور نه کړي.