فلسطینیانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز، چې دوی دې له غزې مصر او اردن ته واستول شي، په کلکه رد او غندلی دی.
ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، اوس یې وخت دی چې کلابنده غزه پاکه کړل شي او په دې تړاو یې د مصر او اردن له مشرانو غوښتي، چې د غزې فلسطینیان په لنډمهاله یا دایمي توګه ومني.
نوموړي زیاته کړې، چې د اردن له پاچا ملک عبدالله سره یې د غزې له یو میلیون ډېرو فلسطیني کډوالو ته په نورو هېوادونو کې د کورونو جوړولو او ځای پر ځای کولو د احتمالي طرحې په تړاو خبرې کړې دي.
د غزې اوسېدونکو د ټرمپ دا احتمالي طرحه رد کړې او ویلي یې دي، چې له غزې وتل یې سره کرښه ده او په هېڅ صورت به یې ونه مني.
فلسطیني اوسېدونکي ‘نافذ حلاوة’ د مرکزي غزې له النصیرات کمپ څخه الجزیرې ته ویلي: “بېخي ناممکنه ده، چې موږ دې خپل هېواد پرېږدو.”
د الهام الشبلي په نوم یوې فلسطینۍ هم دا مفکوره رد کړې او ویلي یې دي: “که موږ غزه پرېښودای، ډېر پخوا به ترې وتلي وای. دوی به د فلسطینیانو د نسل وژنې په جګړو کې هېڅ لاسته راوړنه ونه لري او موږ به په هر حالت کې پاتې شو.”
د الجزیرې د راپور له مخې، په رامالله کې مېشت فلسطیني حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پلان “له هغو سرو کرښو ښکاره سرغړونه ده، چې موږ یې تل خبرداری ورکړی دی.”
په دې اعلامیه کې ویل شوي: “موږ ټینګار کوو چې فلسطینیان به هېڅکله خپله خاوره یا خپل مقدس ځایونه پرې نهږدي او موږ به اجازه ورنه کړو، چې د ۱۹۴۸ او ۱۹۶۷ کلونو ناورین بیا تکرار شي. زموږ خلک به هېڅکله خپل وطن پرې نهږدي او تل به ثابت پاتې شي.”
دوی له ټرمپ غوښتي، چې د غزې اوربند وساتي، د اسرائیلو بشپړ وتل ډاډمن کړي، په سیمه کې د واکمنې ادارې په توګه د فلسطین اداره جوړه کړي او د یوه خپلواک فلسطیني دولت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
حماس غورځنګ هم ویلي، چې امریکا باید له داسې وړاندیزونو ډډه وکړي، چې د اسرائیلي پلانونو سره سمون خوري او د فلسطینیانو له حقونو سره په ټکر کې وي. فلسطینیانو لا له وړاندې د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي رژیم په جګړه کې د “نسل وژنې تر ټولو ناوړه کړنو” او بېځایه کېدنې پر وړاندې مقاومت کړی دی.
د فلسطین اسلامي جهادي غورځنګ، چې له څه باندې ۱۵ میاشتو راهیسې غزه کې له حماس سره اوږه پر اوږه له خپلې خاورې دفاع کوي، د ټرمپ څرګندونې “جنګي جنایاتو” ته هڅونه بللې ده.
امریکا د غزې په جګړه کې له نیوکو سره-سره د اسرائیلي رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی.
ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې اسرائیلو ته ژمنه شوي ۹۰۷ کیلوګرامي بمونه ورکوو.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې د (۹۰۷ کیلو ګرامه) درنو بمونو یوه جوپه اسرائیلو ته ور پریښې ده.