سریزه:
سوداګري هغه فعالیت دی چې په ترڅ کې یې توکي او خدمات د پیسو په بدل کې په یوه ځای یا بازار کې پلورل او اخیستل کیږي.
سوداګري د اقتصادي اړیکو یوه بنسټیزه برخه ده او د مختلفو کاروباري فعالیتونو لکه تولید، توزیع، خرڅلاو، اخیستلو او خپله د سوداګرۍ په اړه د پوهې ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
سوداګري د ټولنو د اقتصادي پراختیا په برخه کې اساسي رول لري او د تولیدوونکو او مصرفوونکو ترمنځ د اړیکو په جوړولو سره د منابعو په غوره وېش کې هم مرسته کوي.
دا فعالیت په مختلفو سطحو لکه محلي، ملي او نړیواله کچه ترسره کېږي او د یوه هېواد په اقتصادي وده کې اساسي رول لري، چې د پراختیا او ودې لپاره یې د حکومت ملاتړ او د حکومت له لوري د سهولتونو برابرول خورا اړین دي. د حکومت له ملاتړ پرته دا سکټور هغسې چې لازمه ده وده نشي کولی.
له نېکهمرغه اسلامي امارت په افغانستان کې د دغه مهم اقتصادي سکټور د پراختیا او پرمختګ لپاره زیات سهولتونه رامنځته کړي دي.
د دې سهولتونو له جملې یو هم د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) معافیت او د ثابتې مالیې راټیټول دي، چې د هېواد په کچه یې پر سوداګرۍ مثبت اغېز کړی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په دې مقاله کې د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د اضافي مالیې د معافیت او ثابتې مالیې د راټیټېدو پر رول لنډې خبرې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ کلنۍ کچه
افغانستان اوسمهال د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له لسګونو هېوادونو سره فعالې سوداګریزې اړیکې لري، چې دغه اړیکې د اسلامي امارت په حاکمیت سره پراخې شوې دي.
افغانستان اوسمهال شاوخوا ۷۰ هېوادونو ته په ۲۴ سکټورونو کې صادرات لري چې مهم یې وچې او تازه میوې، سبزیجات، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، د ډبرو سکاره، زعفران، کرنیز محصولات، طبي بوټي او یوشمېر نور توکي دي.
د صادراتو د زیاتوالي په موخه اسلامي امارت اساسي هڅې پيل کړې دي.
په همدې موخه یې پر ځمکنیو لارو سربېره هوايي دهلیزونه هم پرانیستي، پر صادراتو یې ګمرکي محصول د پام وړ را ټیټ کړی، د صادراتو د معیاري پروسس او بستهبندۍ په موخه د هېواد په کچه شپږ صادراتي زونونه جوړوي، په ټولو ګمرکونو کې یې کاري وخت زیات او ان په یوشمېر لویو بندرونو کې یې ۲۴ ساعته کړی دی.
د همدې هڅو په پایله کې د تېرو دوو کلونو پر مهال د هېواد په صادراتو کې ۱۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې په تېرو دوو کلونو کې یې کلنۍ کچه شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو ته رسېده او روان کال کې هم تمه کېږي چې دا کچه به تر دې زیاته شي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ توکي لکه تخنیکي وسایل او ماشین الات، نفت او ګاز، خوراکي توکي او درمل له بهرنیو هېوادونو واردوي. د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال پرمهال د هېواد د سوداګریزې راکړې ورکړې مجموعي کچه ۱۲ میلیارد او ۴۲۲ میلیونو ډالرو ته رسېده، چې د تېر په پرتله پهکې زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ سکټور د ملاتړ او ودې په موخه د اضافي مالیې معافیت
د هېواد په اقتصادي وده کې د سوداګرۍ رول ته په کتو اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ او د سوداګرۍ د پراختیا او ودې په موخه د ۹/ ۵/ ۱۴۴۴ نېټې څخه مخکې د تېرو دوو کلونو اضافي مالیې معاف کړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت هغه مهال وویل، د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانګړي ډول پر خصوصي سکټور د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې مهربانۍ او لورېينې له مخه ټولې اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) معاف شوې دي.
مالیې وزارت هغه مهال ټولو مالیه ورکوونکو ته وویل چې له دې ستر مالي فرصت څخه دې د خپلې سوداګرۍ او کاروبار د پراختيا او پرمختيا له پاره ګټه واخلي.
د سوداګرۍ سکټور د ودې او پراختیا لپاره اسلامي امارت یوازې پر پورته ذکر شوي اقدام بسنه ونه کړه، بلکې د روان ۱۴۰۳ کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه یې د یوې غونډې پر مهال اصنافو او کسبګرو ته هم په ځینو برخو کې ثابته مالیه معاف او په ځینو نورو برخو کې یې بیا د ثابتې مالیې اندازه راټیټه کړه.
هغه مهال د مالیې وزارت مسولینو وویل، د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ هغو اصنافو او کسبګرو ته چې د کلنیو فروشاتو کچه یې تر (دوه میلیونو) افغانیو پورې وي، ثابته مالیه په بشپړ ډول معاف ده.
د دغه حکم پر اساس، تر دې د پورته خرڅلاوو له سرجم څخه (۰،۳) سلنه ثابته مالیه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې دغو اصنافو تر دې وړاندې د کلنیو فروشاتو له سرجم څخه تر (۱۵۰ زره) افغانیو پورې معافیت درلود او تر دې له پورته فروشاتو څخه یې (۰،۵) سلنه مالیه اخیستل کېده.
د سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو د اضافي مالیې د معافیت اغېزې
د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره د حکومت ملاتړ یو مهم او اساسي اصل دی، ځکه حکومت کولی شي د اقتصادي چاپیریال په جوړولو او تنظیمولو کې مهم رول ولوبوي.
د مناسب سوداګریز چاپېریال درلودو لپاره یوه مهمه لاره دا ده چې پر سوداګریزو فعالیتونو مالیات کم او په مناسبه اندازه وټاکل شي.
حکومت کولی شي د مالیاتو د راټیټولو او یا هم د ځانګړو مالیاتي کڅوړو له لارې سوداګر دې ته وهڅوي څو خپل فعالیتونه پراخ او وده ورکړي.
ټیټ مالیات یا د مالیاتي تخفیفونو کڅوړې کولی شي سوداګرو ته دا فرصت هم ورکړي چې هغوی د خپلو فعالیتونو د پراخېدو په موخه لا زیاته پانګونه وکړي او د خپلو توکو د تولید، توزیع او پلور لپاره نوي بازارونه ولټوي.
د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو کاروبارونو لپاره د مالیاتو ساده کول د سوداګرۍ پراختیا ته وده ورکوي.
اسلامي امارت دا کار په ډېر جرئت سره وکړ او ټولو هغو اصنافو او کسبګرو ته یې ثابتې مالیې معاف کړې چې کلني فروشات یې له دوو میلیونو افغانیو کم وو.
د همدې معافیت په پایله کې د تېرو شاوخوا دوو کلونو پر مهال د کوچنیو او منځنیو کاروباریانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دې چارې له یوه لوري زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي او له بل لوري یې د مختلفو توکو په توزیع او فزیکي سوداګرۍ کې د پام وړ مثبت اغیز ښندلی دی.
له دې ورهاخوا په لویه کچه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د ۹/ ۵/ ۱۴۴۴ نېټې څخه مخکې د تېرو دوو کلونو ټول اضافي مالیات معاف شول او له هغه را وروسته ورته په ۱۰/ ۳/ ۱۴۰۳ نېټه د ثابتې مالیې اندازه له (۰.۵) څخه (۰.۳) سلنې ته راکمه شوه.
د همدې سهولتونو په پایله کې د تولید، خدماتو، توزیع او مصرف کچه زیاته شوه، د یادو فعالیتونو د ترسراوي په موخه بې شمېره نوي کاري فرصتونه رامنځته شول، د مالیاتو د کموالي له برکته کاروباري لګښتونه کم شول، په مختلفو برخو لکه خوړو، درملو او جامو کې د هېوادوالو اړتیاوې په ښه ډول پوره شوې، صنعت وده وکړه او په لویه کچه کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جذب شوه ځکه د ټیټو مالیاتو له امله پانګوال وهڅول شول او دلته یې زیاته ګټه ترلاسه کړه، د سیالۍ لپاره یو شفاف چاپېریال رامنځته شو، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو کیفیت، بستهبندۍ او پروسس ته ځانګړې پاملرنه وشوه او دې ټولو د هېواد په کچه د کورني ناخالص تولید او سوداګرۍ کچې له زیاتېدو سره د پام وړ مرسته وکړه.
په تېر ۲۰۲۴ کال کې کورني ناخالص تولید ۲.۷ سلنه وده کړې وه او د سوداګرۍ کلنی مجموعي حجم له ۱۲ میلیاردو ډالرو زیات شو.
پایله:
اسلامي امارت په خپل ټول توان او شته امکاناتو څخه په استفادې سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره یو مهم سکټور سوداګري ده. اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او پراخېدو په موخه په کور دننه او بهر کې اساسي ګامونه اوچت کړي دي.
له کورنیو ګامونو یو هم دا دی چې دکوچنۍ، منځنۍ او لوړې کچې سوداګریزو فعالیتونو ته یې په بېلابېلو برخو کې اضافي مالیات معاف او پر هغه سربېره یې د ثابتو مالیاتو اندازې هم د پام وړ ټیټې کچې ته رارسولې ده.
سوداګرۍ سکټور ته د همدې سهولتونو برابرولو په پایله کې په هېواد کې سوداګریز فعالیتونه وغوړېدل، بې شمېره نوي کاري فرصتونه یې رامنځته کړل، په مختلفو برخو کې د هېوادوالو اړتیاوې پوره شوې، د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغی، د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال پر مهال کورني ناخالص تولید ۲.۷ سلنه وده درلوده او په مجموع کې د تېر میلادي کال پر مهال د هېواد په کچه د سوداګرۍ کچه له ۱۲ میلیاردو ډالرو زیاته شوه، چې د اضافي مالیو معافیت او د ثابتې مالیې راټیټېدو پهکې مهم رول درلود.