کرنې وزارت وایې؛ د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت کفیل مولوي صدر اعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران د خصوصي سکتور له یو شمېر استازو سره لیدنه وکړه.
یاد وزارت زیاتوي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تجربو د لېږد، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرات او واردات، د څارویو واکسیون برابرولو، کیمیاوي سرې او د کرنې متخصصینو د روزنې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د غونډې په پیل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایراني پلاوي هرکلی وکړ، هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ.
وروسته د ایران د خصوصي سکتور استازو د کرنې، مالدارۍ، کب نیونې، بڼوالۍ، اوبو لګولو، چرګانو پالنې او د صنعتي نباتاتو تولید په څانګو کې د پانګونې لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.
هغوی له افغان لوري د دې فعالیتونو لپاره د عملي زمینو او مناسبې ځمکې د برابرولو غوښتنه وکړه.
دوی همدارنګه د شفافیت، صادقانه او عادلانه همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ، څو دواړه هېوادونه له دغو همکاریو ګټه پورته کړي.
مولوي صدر اعظم عثماني د ایراني پانګوالو د لیوالتیا ستاینه وکړه او د سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل؛ ۴۰ کلنې جګړې د افغانستان بنسټونه ویجاړ کړي دي، موږ هڅه کوو چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ دغه ویجاړۍ بېرته ورغوو.
ښاغلي عثماني زیاته کړه؛ موږ د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د خپلو ګاونډیانو همکارۍ ته اړتیا لرو. د چین، روسیې او اوزبیکستان په څېر هېوادونو پانګوالو خپله لیوالتیا ښودلې او عملي اقدامات یې هم کړي دي. موږ خوشاله یو چې تاسو هم د پانګونې لیوالتیا لرئ او هیله لرو چې دغه همکارۍ عملي پایلې ولري.
افغانستان د ټولو برخو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او ستاسو له تجربو به په کرنې او مالدارۍ کې ګټه واخلي.
په پای کې د دواړو خواوو له لوري یو پلاوی وټاکل شو، څو راتلونکو عملي اقداماتو ته لار هواره کړي او د راتلونکو غونډو لپاره چمتووالی ونیسي.