ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی ونومول شو

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال لپاره د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) ویلي؛ د کرېکټ د نړۍ یوه نوي ستوري عظمت الله عمرزي د نارینه وو د یو ورځنيو لوبو لوبغاړي (ODI Cricketer of the Year)  لقب خپل کړ.

یادې شورا زیاته کړې؛ د افغانستان پیاوړی ټولچاری عظمت الله عمرزی، چې په ۲۰۲۳ کال کې د خورا ښه ځلیدلی و، په ۲۰۲۴ کال کې د یو ورځنیو لوبو د نړۍ له مخکښو لوبغاړو په کتار کې راغی.

د یادې شورا په وینا؛ تېر کال دې افغان ټولچاري د یو ورځنیو، ۲۰ اوریزو او د نړۍ په بېلابېلو سوداګریزو کرېکټ لوبو کې د ځلېدو سربېره په یو ورځنیو لوبو کې خورا اغیزناک رول لوبولی و.

عظمت الله عمرزی په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې دویم زیات منډې جوړونکی (د رحمن الله ګربز وروسته) او دویم زیات وېکټ اخیستونکی لوبغاړی (د الله محمد غضنفر وروسته) و، چې د خپل هېواد لپاره یې په ۲۰۲۴ کال کې پینځه لوبلړۍ وګټلې.

عمرزي په ۲۰۲۴ لوبیز کال کې ټولټال ۱۴ لوبو کې ونډه اخیستې وه، چې په دې موده کې یې ۴۱۷ مندې جوړې کړې وې او ۱۴ وېکټې یې اخیستې وې.

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې دې ټولچاري د کال په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې، چې د سریلانکا خلاف وه، په زړه پورې ۱۴۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.

همدارنګه، د سویلي افریقا پر وړاندې په دویمه لوبه کې یې په یوازې ۵۰ توپونو د ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د لوبې او لوبلړۍ په ګټلو کې یې کلیدي رول ولوباوه.

دغه پیاوړي لوبغاړي په شارجه کې د بنګله‌دېش پر وړاندې په دریمه او وروستۍ لوبه کې تاریخي کارنامه وکړه او پای لوبې ته د بنګله‌دېش د مخکې تګ مخه یې ونیوله، په دغه تاریخي سیالۍ کې یې د ۷ اورونو په لوبولو سره ۴ مهمې وېکټې واخیستې او یواځې ۳۷ منډې یې ورکړې.

په ځواب کې افغان لوبډلې د بنګله‌دېش ۲۴۵ هدف د عظمت الله عمرزي د ۷۰ ناسوځېدلو منډو پرمټ سیاله لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

عظمت الله عمرزی د خپلې ټولیزې وړتیا په درلودلو سره د کال د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.