ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سلګونه زره فلسطینیان د غزې په شمال کې خپلو سیمو ته روان شول

غزه کې د نسل وژنې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم د اوربند هوکړې پر بنسټ سلګونه زره فلسطینیان د دې تړانګې شمال ته روان شول.

نن دوشنبه ګڼ کسان په موټرو او پلي توګه له خپلو توکو سره شمالي غزه کې خپلو مېنو ته بېرته ورستنېږي.

په جبري توګه یوه بې‌ځایه شوي فلسطیني الجزیرې ته ویلي: “زه به خپل کور بیا ورغوم- خښته په خښته او دیوال په دیوال. موږ به د ویجاړیو په پاکولو او لیرې کولو سره هر څه له سره جوړ کړو.”

د الجزیرې خبریال ویلي، چې د اسرائیلو له لوري شمالي غزې ته د فلسطینیانو د بیا ورستنېدو د وخت له اعلان وروسته خلک ډېر خوشاله شول، د ټولو څېرو بدلې شوې او موږ په تېرو ۱۵ میاشتو کې د غزې خلک دومره خوښ نه وو لیدلي.

فلسطینیانو دا شېبه تاریخي ګڼلې او ویلي یې دي، چې دا د بریا ورځ ده او موږ ته د اوربند په څېر مهمه ده.

حماس دا بېرته ستنېدنه د فلسطینیانو لپاره بریا بللې او متحد یې د فلسطین اسلامي جهادي غورځنګ ویلي، دا د هغو کسانو لپاره ځواب دی، چې زموږ د خلکو د بې‌ځایه کېدو خوبونه ويني.

اسرائیلي یرغلګرو د جګړې په لومړیو کې د غزې له شمال څخه ۱.۱ میلیونه وګړي په جبري توګه بې‌ځایه کړي و.