د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پینځو بلاکونو تړون د پینځو شرکتونو سره د (۱۷۹۷۰۵۹۵۰۰) افغانیو په ارزښت د (۳.۸۶۳۷۸۶) کیلومټرو په مساحت لاسلیک کړل.
د دې قراردادونو د لاسلیک پر مهال د یاد وزارت سترسلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د دفتر عمومی رییس معراج محمد معراج او د قراردادي شرکتونو استازو شتون درلود.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو شویو کانونو په اړه ویلي؛ د پینځو کانونو تړونونه د پینځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، که چېرې یې د کانونو د اصولو او کړنلارې مطابق خپلې ژمنې ترسره کړې نو د دویم ځل لپاره به یې بیا هم تړونونه نوي شي.
نوموړي زیاته کړط؛ له شرکتونو سره د هوکړې په اساس پروسس به یې ۱۰۰ سلنه د هېواد دننه ترسره کېږي، که خپلې ژمنې پوره نه کړي تړون لغوه کېږي.
دغه راز یې د ټولنیزو خدمتونو او نورو موضوعاتو په اړه ویلي؛ د یادو پروژو په پلي کېدو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او په دې کانونو کې د اسلامي امارت ونډه ۵۱ سلنه ده.
د یادونې وړ ده، چې د سر درګشتک سیمې د سرب او جست بلاک د موسی سلطان کانونو او پروسس شرکت سره د ارزګان ولایت د ۵۰ کیلومټره سړک د جوړولو په بدل کې، د پامی ککرک کاني سیمه د افغان جرمن باختر شرکت سره د کندهار ولایت په ارغستان کې د ۶۰ کیلومټره بای پاس لویې لارې او د برېښنا اوبو بند د جوړولو په بدل کې، او د سرسرخک کاني سیمه د ګاما ایګل کانونو شرکت سره د خواف-هرات د ریل پټلۍ د دویمې او څلورمې برخې د ۴۷.۳ په اوږدوالي سره او د میدان وردګو ولایت پوهنتون کې د یو معیاري تدریسي روغتون د جوړولو په بدل کې لاسلیک کړل.