د افغانستان–ترکمنستان او چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د برېښنا ټاپ–۵۰۰ پروژې عملي چارو پېل په موخه له فتحې وروسته نن ورځ په کابل کې لومړنۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت او د ترکمنستان انرژۍ وزارت او د ترکیې چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د ټاپ–۵۰۰ پروژې د چارو عملي پېل په موخه د ګډې لار نقشې او عمل پلان پر جوړېدو تفصیلي خبرې اترې وشوې.
ټاپ-۵۰۰ پروژه په لوړ ولټاژ سره د ترکمنستان برېښنا لومړی هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ته لېږدوي چې لدې وروسته به د ترکمنستان یاده برېښنا پاکستان ته لېږدول کېږي، چې د داخلي اړتیاوو سربېره به د ټرانزیټ له درکه افغانستان ته په کلني ډول د پام وړ ګټه ترلاسه شي.
دغې پروژې پلي کېدو په موخه افغان لوري د مختلفو وزارتونو ترمنځ د ګډ سکرتریت رامنځته کېدو خبر ورکړ، چې د یادې پروژې عملي چارو پېل او د چارو همغږۍ برخه کې به ګړندي ګامونه واخلي.
ترکمنستان انرژۍ وزارت او د ترکیې چالک هولډنګ ګروپ مسولینو په افغانستان کې د شته امنیت او سیمه ییز اتصال برخه کې د همکارۍ فضا نه خوښي ښودلې او ویلي یې دي، لېواله دي د افغانستان دننه د برېښنایي پراختیا سربېره دا پروژه تر خپل وروستي مسیره چې پاکستان دی؛ وغځوي.
درې واړو لورو هوکړه وکړه، چې د ټاپ -۵۰۰ پروژې پلي کېدو په موخه به د هوکړو او عمل پلان ایجاد او نهایي کېدو لپاره د تخنیکي کمېټو او سکرتریت ترمنځ د منظم عمل پلان له مخې ناستې دوام وکړي.
افغان لوري د اقتصاد محوره سیاست تر چتر لاندې په افغانستان کې د برېښنا برخه کې د کاسا– ۱۰۰۰ پروژې او د ګازو ټاپي نل لیکې عملي چارو پېل د سیمه ییز اتصال برخه کې د افغانستان جدیت ښودلی، چې په تعقیب به یې اوس د ټاپ – ۵۰۰ پروژې چارې د اوږدو کلونو ځنډ وروسته په افغانستان کې عملا پېل شي.