د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د ترکمنستان بهرنیو پروژو مسول مراد آرتیکوف او د ترکیې هېواد چالیک کمپنۍ استازي کریم اورَس سره، چې د TAP پروژې عملیاتي چارې پرمخ وړي ګډه ناسته کړې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي ډاکټر عبدالباري عمر په دې ناسته کې د دوستو هېوادونو په توګه له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ستایلې.
ناسته کې د ترکمنستان هېواد د بهرنیو پروژو مسول مراد آرتیکوف، افغانستان کې د TAP (له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لیږد) پروژې په اړه خبرې کړي او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې د ګډو همکاریو او اړیکو پر پراختیا خوښي ښودلې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، مراد آرتیکوف ته افغانستان کې د دې لویې پروژې لومړنیو پیلنیزو برخو اړوند چارو بشپړولو ډاډ ورکړی او د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ یې د ګډو اړیکو او همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټېنګار کړی.
دغه راز دې ناسته کې ښاغلي عمر د ترکیې هېواد چالیک کمپنۍ استازي څخه چې د TAP پروژې او برېښنا تاسیساتو جوړولو او تخنیکي روزنو برخو کې کار کوي مننه کړې او د دوی هڅې یې ستایلي دي.
همداراز ښاغلي عمر د چالیک کمپنۍ استازو ته افغانستان کې د برېښنا تولید سرچېنو او پانګونې فرصتونو او برېښنا تجهیزاتو تولید په اړه هم معلومات ورکړي.