د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د همدې ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کلهګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د جوړولو په موخه د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو او همدا راز د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند (۱۳) کلیو ته د برېښنا د ورکړې پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې.
له هر اړخیز بحث وروسته یادو پروژو ته د تایید نظر ورکړل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.