ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خپلې کلنۍ لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې

د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې دا وزارت د اسلامي امارت په تشکیلاتي جوړښت کې د دیني چارو مخکښه اداره ده، چې د اسلامي امارت د فتحې څخه تر اوسه پورې د څلورو کاري پروګرامونو تر چتر لاندې ارشادي، حج، اوقاف او اداري بڼه خپل فعالیتونه ترسره کړي دي.

نوموړي په تېر کال کې د ارشاد برخه کې د دغه وزارت له فعالیتونو څخه د هېواد په کچه په ۲۱۲ نظامي مرکزونو کې د قران کریم د ترجمې او تفسیر دورو په جوړول، د مسجدونو امامانو ته د یوې متحدې خطبې ترتیب، چاپ او وېش، د هېواد په کچه د قران کریم د حفظ او تجوید د ۱۱ پړاو سیالیو په لار اچول، د لمانځه، پېشلمي او روژه ماتي وختونو د جدولونو ترتیب، چاپ او وېش او په بېلابېلو برخو کې د ۱۸۶ فتواګانو ورکول بللي دي.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال زیاته کړې، چې په دیني موضوعاتو کې د عامه ذهنیتونو د روښانتیا په موخه، تلویزیوني خپرونو ته د علماوو ورپېژندل، حاجیانو ته د حج لارښود کتابونو وېش، د ۱۰ علمي اثارو تصحیح او بیا کتنه، په مرکز او ولایتونو کې د ۲۵ مسجدونو ترمیم او رغونه او د هېواد په کچه ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته د فعالیت جوازونو ورکول په تېر کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

د مولوي زرمحمد حقاني په وینا؛ د حج پروسې د ښه مدیریت او حاجیانو د تنظیم او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، د حج چارو د انسجام کمېټه رامنځته شوې ده، د ۱۴۰۱ کال د حج لګښتونو څخه اضافي پیسې بېرته حاجیانو ته ورکړل شوي دي، په سعودي عربستان کې حاجیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره تړونونه لاسلیک شوي او حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش په موخه د پاسپورټ له عمومي ریاست سره تفاهم لیک لاسلیک شوی دی.

ښاغلي حقاني ویلي؛ دغه راز د حاجیانو د پیسو ټولولو او ساتنې په موخه له ملي او افغان یونایتد بانکونو سره هم تفاهم لیکونه، لاسلیک شوي دي.

همدارنګه د ۱۴۰۲ کال لپاره د یاد وزارت د ارشاد، حج او اوقافو پروګرامونو برخه کې عمده او اساسي پلانونه ترتیب کړي چې په پلي کېدو سره به یې په یادو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري.