ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حضوري چمن د غوره تنظیم او استفادې لپاره طرحه چمتو کېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي؛ د شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ په یاد وزارت کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د ملي المپیک عمومي ریاست، د عملیاتي ادارې او د کابل ښاروالۍ په غړیتوب ناسته وشوه.

دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تطبیق او د کابینې د تصمیم پر اساس جوړه شوه چې، په کې د حضوري چمن د ملکیت برخلیک معلومولو او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په پار د منظمې طرح پر جوړولو او پلي کولو خبرې وشوې.

شیخ حمدالله نعماني او ورسره د کمېټې غړو یې په ناسته کې د ملي المپیک عمومي ریاست له لوري جوړه شوې دري بُعدي (تري ډي) ویډیو او اسناد وکتل او په اړه یې دلایل او وړاندیزونه واورېدل.

غونډه کې یادونه وشوه چې، باید داسې طرحه جوړه شي چېو له مخې یې په حضوري چمن کې د تکړښت، تاریخي ارزښت، فرهنګي ارزښت، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د غونډې ګډونوالو هر یو خپل نظر وړاندې کړ او تصمیم ونیول شو، چې په دویمه ناسته کې هغه چې په روانه اوونۍ کې به ترسره شي، د ملکیت او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په پار منظمه او غني طرحه جوړه، دلایل او اسناد وړاندې او په ټوله کې د کمېټې وروستۍ خبره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله مقام ته د وروستي تصمیم نیولو په موخه وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مشرتابه هڅې کوي چې، د حضوري چمن په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم له کوم ځنډ او خنډ پرته په سمه توګه پلی، ملکیت معلوم او ترې سالمه ګټه پورته شي.