د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دغه ځانګړې غونډه کې د کابل ولایت د ارغندۍ څلورلارې او چمتلې سیمه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د ټولګېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو.
یادې طرحې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې د تایید وړ وبلل شوې او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دغو طرحو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو اړتیاوې په نظر کې ونیسي او وروسته یادې طرحې د مالي تحلیل په موخه مالیې وزارت ته ولېږي.
مالیې وزارت به یې د مالي تحلیل راپور د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي.