د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر د تېرې ادارې له یو شمېر مسولینو او پخوانۍ سناتورې واحده ساپۍ ته د خوندیتوب کارتونه ووېشل.
په دې ناسته کې له بهر څخه هېواد ته دغو راستنو شویو وویل، لېواله دي د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار او له خپلو خلکو سره یو ځای په ګران هېواد کې باعزته ژوند وکړي.
دوی زیاته کړه؛ اوس د دې وخت دی، چې افغانان سره یو موټی او د خپل هېواد د ودانولو لپاره ګډ کار وکړي.
د دوی په وینا، په بهر کې مېشت ډېری پخواني مسولین او افغان شخصیتونه هېواد ته د بېرته راتګ لېوال دي.
د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکرالله ذاکر راستنو شویو هېوادوالو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان حق لري دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي.
مولوي ذاکرالله ذاکر زیاته کړې، د اسلامي امارت له راتګ سره سم عمومي بښنې اعلان شوې او له هېچا څخه د پخوانیو دندو او مسولیتونو په اړه پوښتنه نه کېږي.