د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د ترکیې د صنعتکارانو او سوداګرو د غیر دولتي ټولنه موسیاد (MUSIAD) له رییس محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره لیدنه کړې.
لیدنه پر افغان سوداګرو او ترکي پانګوالو سربېره په کې د هغو لویو شرکتونو او بېلابېلو سکټورونو رییسانو او استازیو هم ګډون کړی و، چې د ساختماني توکو، د برېښنا تولید، مخابراتو، زېربناوو جوړولو، اوبو بندونو، کرنې او لوجستیکي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې اوږده مخینه او بریالۍ کاري تجربه لري.
د یادې لیدنې پر مهال د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته رابللي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره استفاده وکړي.
د موسیاد ټولنې مشر محمود اسمالي د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره د یادې لیدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي او ویلي يي دي، چې له دې فرصته د استفادې کولو په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي.
ښاغلي محمود زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره په مختلفو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
په دغه لیدنه کې له ترکي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شوي او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شوی.