ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

صنعت اوسوداګرۍ وزارت وايي؛ د روان لمریز کال په لومړیو لس میاشتو کې يې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د یو میلیارد او ۶۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګرېزه راکړه ورکره کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي؛ په دې سوداګرېزه راکړه ورکړه کې د ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان وچه او تازه میوه، تالک، جوس او طبي بوټې دغه هېوادونو ته صادرشوي دي.

بلخوا بیا یو شمېر سوداګر او صنعتکاران وايي؛ منځنۍ اسیا د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ لپاره ښه مارکیټ لري او په وینا یې چې ستراتیژیکې سوداګرۍ پیاوړتیا په صورت کې به د هېواد اقتصاد پرپښو ودریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاند د روسیې هېواد سره هم د روان لمرېز کال په لړ کې د ۱۷۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرېزې راکړې ورکړې خبر ورکړی وو.