د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او مل پلاوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کانونو څخه لیدنه وکړه.
ملاهدایت الله بدري د یادو کانونو د سروې په موخه د انجنیري ټیم ته سپارښتنه کړې، ترڅو د یاد کان څېړنه وکړي.
دغه راز نوموړي د خپل سفر په اوږدو کې د هلمند او نیمروز ولایتونو ترمنځ د خانیشن د یورانیمو له کاني سیمو او دېشو ولسوالۍ د بېلا بېلو کاني سیمو څخه لیدنې هم کړې.
همدارنګه یې د یادې لیدنې پرمهال د دغو کانونو د سروې په موخه کارکوونکو ته اړینې لارښوونې کړې دي.