ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۳هـ.ش. کال د جدي/مرغومي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۰۲ زره او ۳۲۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۷ زره او ۴۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۰ زره او ۵۶۴ ټنه او د خواف-هرات له لارې اته زره او ۹۴۰ ټنه، چې ټولټال ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په جدي مياشت کې یو زر او ۶۹۸ ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، وريجې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په تېرو نهه مياشتو کې شاوخوا ۳.۲ ميليون مټريک ټنه انتقالات شوي دي.