ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي او د ترسره شويو اجراتو په اړه خبري کنفرانس ترسره کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له‌ لوري د هواککړتیا راکمولو، مخنیوي او حل لارو چارو په تړاو نن یک‌شنبه د ۱۴۰۳کال د سلواغې په ۱۴مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبري کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبرۍ، د دې ادارې رییسانو، متخصصینو او خبریالانو ګډون کړی وو.

کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر ملا زین العابدین عابد د هواککړتیا د لاملونو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل؛ د کابل ښار له شپږ میلیونو څخه زیات نفوس لري، یو له هغو محدودو ښارونو څخه دی چې په دوو لسیزو کې د چاپیریالي معیارونو او د قوانینو له پلي کېدو پرته یې پراختیا موندلې او همدا لامل دی چې د کابل ښار اوسیدونکي له چاپیریالي ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د ځمکي لاندې اوبو ککړتیا، د شنو ساحو کمښت، د ښاري فاضلابو او کانالیزاسیون سیستم نشتوالی، اقتصادي ستونزي، د پاکي انرژۍ یا بدیل نشتون، د وسایطو زیاتوالی او زوړوالی او دې ته ورته نور عوامل هغه څه دي چې د کابل هوا یې ککړه کړې ده.

ډاکټر ملا زین العابدین عابد وویل؛ د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا د نړۍ په ډیرو ښارونو په خاصه توګه مخ پر ودې هېوادونو کې په یوه جدي ستونزه بدله شوې ده، چې کابل هم له دې ستر بحران څخه مستثنی نه دی.

ښاغلي عابد زیاته کړه؛ په ژمي کې د فوسیلي سون توکو، په خاصه توګه د ډبرو سکرو، لرګیو، پلاسټیک، ټیرونو او ربړونو سوځول هغه څه دي چي په مستقیم ډول د هوا د ککړتیا سبب ګرځیدلي دي.

دا مهال د کابل په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۶۳۸ تولیدي او صنعتي کارخونې، ۶۷۳ امارتي او شخصي روغتونونه، ۲۶۰ مارکیټونه او منډویاني، ۵۰۳ د ګچو او خښتو جوړولو بټۍ، ۵۹۸ د موټرو جوړولو ورکشاپونه، ۸۷ د جغل د تولید ماشینونه او ریګریشنونه، ۱۷ ښارګوټي، ۷۰۵ بلند منزلونه، ۶۸۹۱۹۳ تیز رفتاره او باربري موټرونه او همدارنګه په سلګونه نور فعالیتونه شتون لري چي په شکل د اشکالو یې پر چاپېریال او د هوا پر ککړتیا اغیز کړی.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره د شپږ میاشتني عملیاتي پلان په تطبیق سره د ژمي په جریان کې د درې زره او ۶۴۴ مختلفو اصنافو، لوړپوړیزو ودانیو، کارخونو، شرکتونو، حمامونو او نورو مختلفو فعالیتونو څخه نظارت او څارنه کړې ده او سرغړونکوي یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د یاد پلان په ترڅ کې څلور زره او ۲۱۱ زاړه موټرونه درول شوي، د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د ۴۱ زره او ۵۸۱ فعالیتونو څخه نظارت شوی، له درې زره څخه زیاتې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شوي، چي په مستقیمه توګه ۵۰۰ زره  او په غیر مستقیم ډول میلیونونو کسانو ته د چاپېریالي مسایلو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال وویل؛ د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي لپاره د فاضلابو د تصفیه خانو جوړولو، د فاضلابو د ټانکرو د ثبت، د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، د نیالګیو کېنولو، د دود د تصفیې فلټر، د نقلیه وسایطو د چاپېریالي او د پاکي انرژۍ د تولید طرحې ترتیب او ځینې یې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه له لوري تصویب شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې هڅه به وکړي ترڅو له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي او هېوادوالو ته د سالم چاپېریال برابرولو لپاره به عملي اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي عابد پر نړیوالو غږ وکړ، چې چاپېریالي موضوعات دې نه سياسي کوي، د افغانستان ځنډول شوې چاپېریالي پروژې دې پیل کړي او پرمختللي هېوادونه باید د خپلو بې رویې فعالیتونو له امله چې د اقلیمي بدلون لامل شوي، کم ودې هېوادونو ته غرامت ورکړي.

نوموړي له پاریس تړون څخه د امریکا وتل ظالمانه عمل وباله او ټینګار یې وکړ، چې نړیوال باید د پاریس تړون ژمنې عملي کړي.

یاد کنفرانس د خبریالانو پوښتنو ته د مسولینو لخوا د هر اړخیزو ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.