ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د ادارو ساده کول یو منل شوی اصل دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د امارتي وزارتونو او ادارو د ساده کولو او یو شان کولو حمایوي پروسې د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

دغه مراسم چې د ارګ په سلامخانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس مفتي شهزاد نور راشد خبرې وکړې او وې ويل، د دوی ادارې د اسلامي نظام له حاکمیت څخه تر اوسه پورې ۹۳۸ پروسې ساده کړې دي، لس زره کسانو ته یې په ټول افغانستان کې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه دایر کړي او د ازادو سیالیو له لارې یې ۳۱ زره او ۲۵ کسان استخدام کړي دي.

نوموړي همداراز وویل، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو ترڅنګ د ازموینو الکترونیکي مرکزونو جوړول ورته لومړیتوب لري، چې د ادارو او مراجعینو په چارو کې به د اسانتیاوو لامل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دغو مراسمو د جوړولو له امله د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له مسولینو مننه کړې او ویلي یې دي، د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی، که دغه کار عملي نشي، نشو کولی ستراتېژیکې موخې په غوره شکل پلي او اقتصادي ودې ته ورسېږو.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، متأسفانه په ځینو ادارو کې ډېرې پېچلې او اوږدې پروسې موجودې دي، چې په جدي ډول ساده کولو ته اړتیا لري.

ډېر کله دغه کار د انکشاف او پراختیا په برخه کې د ځنډ او د خلکو د نارضایتۍ لامل ګرځي. 

نوموړي زیاته کړې، د خوښۍ ځای دی چې د ساده کولو ریاست په هڅو په ډېرو ادارو کې دغه ډول ستونزې لمنځه وړل شوې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته ویلي؛ په همدې اساس اړتیا ده، چې د هېواد د اقتصادي ودې، د بودجې پر ځای لګولو، د انکشافي پروژو پلي کول، د پانګونې اسانتیاوو، د کاغذ پراني او بیروکراسي لمنځه وړلو، د لګښتونو کمولو او مراجعینو او هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید د اسلامي امارت د چارو ادارې د ساده کولو ریاست په هڅو په ټولو ادارو کې د ساده کولو او یو شان کولو پروسې عملي شي او همداراز الکترونیکي حکومتولي د چارو لپاره مهمه او ګټوره ده، چې اسلامي امارت یې په ټول توان د هېواد په کچه د عملي کولو په حال کې دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، په لا غوره ډول د ساده کولو او یو شان کولو پروسې د تطبیق په موخه د ټولو امارتي ادارو د مسولینو هر اړخیزه همکاري مهمه ده او د اسلامي امارت ټول مشران د دې پروسې بشپړ ملاتړ او هڅه کوي په ټولو ادارو کې عملي او د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د امارتي ادارو له ټولو مسولینو غوښتنه کړې، د دندو ترسره کولو او خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه ولري او په ادارو کې د کاغذ پراني د لمنځه وړلو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په میراث پاتې اداري ستونزو ته په اشارې ولي، په ادارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول د مسولینو لومړیتوب دی.

ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړې، د پروسو ساده کول د خلکو د رضایت د زیاتېدو لامل کېږي او همدا د اسلامي نظام لوړ هدف او د اسلامي شریعت امر دی.

په دې غونډه کې د بهرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعيم وردګ د پيل شوې پروسې ستاینه کړې او په ادارو کې يې مراجعينو ته د لا زیاتو اسانتياوو په موخه په قوانينو او اصولو د خلکو د پوهاوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو زياتولو او په هره اداره کې مراجعينو ته د مرستندويانو او لارښوونکو پر موجوديت ټينګار کړی.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسيب، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل او د چارو ادارې عمومي رياست د امارت د چارو انسجام مرستيال مولوي سيف الدین تائب په نوبت په خپلو ادارو کې د پروسو د ساده کولو او یو شان کولو په اړه ترسره شوي اقدامات تشریح کړي او ویلي یې دي، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو د ادارو او مراجعینو په رضایت مثبت اغېز کړی دی.