د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل پوهنتون په سمینار کې د شاوخوا پینځه ولایتونو محصلینو ته وینا کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي؛ داخلي اختلافونه، قومي توپیري چلندونه، بهرني یرغلونه، فقر او بېوزلي، د زده کړو کچې ټیټوالی، رهبري، فکري او کلتوري یرغل، د هویت بحران، د عامه همکاریو نشتون، د ځوانانو رول او داسې نور هغه موضوعات و، چې شیخ حمدالله نعماني پرې هر اړخیز وضاحت ورکړی.
پر دې سربېره، د نړۍ په کلي کې د نه اختراعاتو او نوښتونو په ډګر کې د افغانستان وروسته پاتې کېدلو لاملونه، د غلامۍ ډولونه او لاملونه، بیرونۍ لاسوهنې، ډیموکراسي او اسلام، جهاد او اسلامي ارزښتونه، ملي یووالی او د افغانستان اسلامي امارت اهداف، د افغانستان او افغانانو عروج او زوال، مذهبي اختلافات او نور مهم عنوانونه وو، چې بحثونه پرې شوي دي.
شیخ حمدالله نعماني ویلي، اسلامي امارت د فکر او عقیدې پر اساس د ملي یوالي سمبول دی، چې له بدخشان تر کندهار او نورو ټولو ولایتونو کې د یو هدف لپاره یو غږ او یو امیر لري او ملي یووالی یې ساتلی دی.
نوموړي له محصلینو غوښتي؛ چې له قومي، سمتي، مذهبي او نورو تعصبات کرکه وکړئ او د اسلامي اخوت په لحاظ له اسلامي امارت سره د عامه همکاریو پر اساس لاس یو کړي.
د بېلا بېلو پوهنتونونو محصلینو ته دغه سمینار د ۱۲ ورځو لپاره په پام کې نیول شوی، چې هر اړخیزه روزنه به ورکړل شي.