د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري یا (یو ان ایچ سي ار) د پاکستان حکومت له لورې په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پر دوام خواشیني څرګنده کړې او ویلي يي دي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ دغه پریکړه د افغاني ټولنې لپاره، چې ډیری یې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي ژوره اندیښنه بولو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او له پاکستاني چارواکو څخه د نویو حکمونو په اړه د نور وضاحت غوښتنه لري.
په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د پاکستان دغه پرېکړه له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې او تازه د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک ویلي، چې له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستل، له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
پاکستان کې افغان کډوال وايي؛ دا هېواد په زوره د افغان کډوالو د اېستلو له امله په ښکاره د کډوالۍ برخه کې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.
دوی د کډوالۍ پر نړیوالو سازمانونو غږ کوي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.
بلخوا اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکېب د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو روانه لړۍ ودروي او خپله دغه یو طرفه پرېکړه بېرته واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیسو ۱۴۱ تنه افغان کډوال چې پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد هم درلودل، نیولي وو خو د اسلامي امارت د سفارت د هڅو په پایله کې دوي تورخم ته را ولېږدول شول.