کرنې وزارت وايي؛ د قوشتېپې شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې په موخه غونډه د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې، د کرنې وزارت د رییسانو او د مالیې، انرژۍ او اوبو، د کور او ښارجوړونې وزارتونو د مسولینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل؛ خوښ یو چې د هېواد د اقتصاد او اقتصادي پروژو په اړه خبرې کوو، د قوشتېپې شاوخوا ځمکو طرحه یوه پراخ بنسټه او د ملت په ګټه طرحه ده.
د غونډې په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو د د قوشتېپې شواخوا ځمکې پر ارزښت، د دغو ځمکو د ساتنې، د خاورې اصلاح، د خاورې ډولونو پېژندنې او د سیمې اقلیمي وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
یاد پروژه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د طبیعي سرچینو د غوره مدیریت او کارولو په موخه طرحه شوې ده، متخصصینو او لوړپوړو مسولینو ټینګار وکړ، چې دا طرحه کولی شي د کرنې د پیاوړتیا او د هېواد د دوامدار پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.