ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک له هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک، سوداګرۍ او پانګونې خونې، صرافانو ټولنې، د سوداګرۍ برخې د بېلابېلو ټولونو مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

په یاده مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د خپلو خبرو په پیل کې د سوداګرۍ خونې له مشرتابه مننه وکړه، چې د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه یې رسنیز کنفرانس جوړ کړی دی.

نوموړي وویل؛ د افغانستان بانک د خپلو مسولیتونو په چوکاټ کې د افغانۍ د ثبات، د بیو ثبات او اقتصادي ټیکاو لپاره اړین اقدامات تر سره کړي دي.

ښاغلي خالد زیاته کړه؛ افغانۍ د هېواد ملي هویت دی، او هېوادوال په ځانګړې توګه سوداګر، باید دا پولي واحد د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال وکاروي.

د نوموړي په خبره؛ څو ورځې وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ کې بدلون راغلی و، خو د افغانستان بانک د اړینو اقداماتو له لارې بازار بېرته عادي حالت ته راوګرځاوه.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې مونږ کافي مالي سرچینې لرو او هر کله چې اړتیا ولیدل شي د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو سره اړین ګامونه پورته کېږي.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتنه ګډ مسولیت یاد کړ.

ښاغلي مومند له د افغانستان بانک څخه مننه وکړه، چې د افغانۍ د ارزښت ساتنې په موخه یې پر وخت اړین ګامونه پورته کړل او وضعیت یې په ښه ډول مدیریت کړ.

نوموړي زیاته کړه، افغانۍ دا مهال په نړیواله کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ځای لري او په کار ده چې ټول هېوادوال په ځانګړې توګه سوداګر یې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې وکاروي.

 غونډه کې د صرافانو د ټولنې مشر بهرام خان ځدراڼ وویل، د افغانستان بانک له خپلې ژمنې سره سم اړین ګامونه پورته کړل او د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ په نرخ کې د رامنځته شویو تغیراتو مخنیوی یې وکړ.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، عام خلک باید په بې بنسټه آوازو باور و نه کړي او ډاډمن اوسي چې مسولې ادارې پر وخت اقدامات تر سره کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونو مرستیال خان‌جان الکوزي د هېواد په اقتصادي رغښت کې یې د سوداګرو رول د ارزښت وړ یاد کړ.

نوموړي د دولت او خصوصي سکټور تر منځ ګډه همکاري او همغږي مهمه یاده کړه او په دې برخه کې یې پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.