د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۵مه غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴۴۶ هجري قمري کال شعبان المعظم ۴مه/ سلواغې ۱۵مه) نېټه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.
غونډه کې همدا راز ځینې مسائل ټاکل شويو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهايي کړي او راپور یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو ننګرهار ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي، اسانتياوې ورته برابرې کړي او هر اړخيزه همکاري ورسره وکړي.
د دې سربېره د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده وسپارل شوه، چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست له مسولینو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مېشتو امنیتي مسولینو او منسوبينو د مشکلاتو حل په اړه ناسته وکړي.