ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان له پلاوي سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان د سرپرستې رییسې موتینتا چیموکا، د خوړو د سیستمونو مسوله میرمن انو سارا، د اړیکو او بېړینو مرستو مسول عبدالرازق ایوبي او د بېړنیو مرستو کار پوه نوراحمد فیروزي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

ملا نورالدین ترابي د WFP پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ WFP  سازمان تل افغان اولس ته بشري مرستي رسولي دي، چې موږ ورڅخه ځانګړي مننه کوو او تل هڅه کوو چې بیلابیلو سازمانونو او موسسو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړو او په دې برخه کې موږ ډیر کار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ  هغه سیمې په نښه کړي، چې خلګ د خطر ویره ځیني لري او هغه سیمې چې زموږ سره په ډیټابیس کې ثبت دي استنادي دیوالونو او بېلابېلو پروژه ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال سازمان سرپرستې رییسې د یادې ادارې له رییس څخه مننه کړې، چې تل یې خلګو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي او لاهم د خلګو د خدمتونو لپاره هڅې کوي.

موتینتا چیموکا زیاته کړې؛ موږ او تاسو به په ګډه کار کوو او خلګو ته به په بېلابېلو برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کوو، ترڅو زیانمنې کورنۍ پر وخت د مرستو څخه برخمنې شي او اساسي کارونه ورته وشي.

د غونډې په ورسیتو کې پریکړه شوې، چې په نژدې راتلونکي ورځو کې به د یادې ادارې او WFP تخینکي ټیمونه د تخینکي مسایلو د څیړلو لپاره غونډه وکړي.