ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زابل کې راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه

د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، زابل جنوب طرفه ته له نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کډوالو په دویم نمبر ښارګوټي کې د ځمکو د الف، ب او ج فورمو د ورکولو لړۍ پیل شو، چې پر مهال یې ګڼو مسولینو شتون درلود.

د مسولینو په خبره د ځمکې دا فورمې هغو کډوالو ته ورکولیږي، چې د ۱۴۰۲/۸/۱۳ نيټې څخه بیا تر ۱۴۰۳ کال پوري، په جبري توګه راستانه شوي وي.

د زابل د کور او ښار جوړونې رییس ملا داد ګل مسلم ویلي؛ د کډوالو دویم نمبر ښارګوټي، چې څلور زره او۳۳۰ جریبه ځمکه لري هغو راستانه شویو کډوالو ته به وېشل کیږي، کوم چې د ۱۴۰۲/۸/۱۳ نېټې څخه بیا تر ۱۴۰۳ کال پوري په جبري توګه راستانه شوي وي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه وخت مخکې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ رتبه مسولینو له لوري د دې ولایت د شیخ متي ښار کوټی هم په جبري توګه د راستانه شویو کډوالو لپاره پرانیستل شو، چې یاد ښارګوټي دوه زره جریبه ځمکه لري.