د هرات په ښار کې د کوچنیو صنایعو د ملاتړ لپاره ستر اقتصادي کنفرانس ترسره شو.
دا ستر کنفرانس چې موخهیې د فرصتونو ارزونه، د حللارو وړاندې کول او د اقتصادي ودې لپاره د کوچنیو صنایعو رول پیاوړی کول وو، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار، دولتي او خصوصي چارواکو، صنعتکارانو، ملي سوداګرو او د هرات ښار د اوسېدونکو په پراخ ګډون سره د مولانا بلخي په تالار کې ترسره شو.
د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار د دې کنفرانس پر مهال د کوچنیو صنایعو پر ارزښت او د هغوی د نقش په اړه خبرې وکړې او له پانګهوالو یې وغوښتل، چې خپل زېرمه شوي شتمنۍ د کوچنیو صنایعو په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه چې دا د ټولنې یوه مهمه اړتیا ده.
د هرات والي پانګهوالو ته ډاډ ورکړ؛ چې د ځمکې وېش، د برېښنا برابرول او د بشپړې امنیتي زمینې برابرول به ورته اسانتیاوې شي.
همداراز نوموړي ژمنه وکړه، چې د پانګهوالو او د ولایت ترمنځ به هېڅ ډول واسطه شتون ونه لري، او هر صنعتکار او پانګهوال که له کومې ستونزې سره مخ شي، کولی شي پرته له کومې واسطې مستقیماً د ولایت مقام ته مراجعه وکړي یا د ځانګړو اړیکو شمېرو له لارې تماس ونیسي، تر څو یې ستونزې ژر تر ژره حل شي.
شیخ مولانا اسلامجار د بهرنیو وارداتو د لوړ بیلانس له امله اندېښنه وښوده او پر هغو کسانو یې کلکه نیوکه وکړه چې بهرني واردات د کورنیو تولیداتو پر وړاندې ترجیح ورکوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې پانګهوال، علما، پوهان، رسنۍ او پوهنتونونه باید په ګډه کار وکړي، تر څو هرات یو صنعتي ښار وګرځي او په نږدې راتلونکي کې د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن رامنځته شي.
باید وویل شي چې دا ستر کنفرانس د پانګونې فرصتونو د معرفي کولو لپاره جوړ شوی و، او د کوچنیو صنایعو د مادي او معنوي ارزښت په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
صنعتکارانو، پانګهوالو او علماوو د دې کنفرانس تود هرکلی وکړ، او پانګهوالو هم د کوچنیو صنایعو د اړتیا وړ برخو ته د پانګونې او د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د لا ډېرو کارخونو فعالولو لپاره د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.