ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له صهیونیستي رژیم څخه د امریکا تازه ملاتړ؛ واشنګټن اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو نوې کڅوړه تصویبوي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له‌مخې، واشنګټن د اسرائیلو لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او نظامي تجهیزاتو د یوې نوې کڅوړې لېږد په هڅه کې دی.

یاده ورځپاڼه وايي، د ټرمپ ادارې له کانګریس څخه غوښتي چې صهیونیستي رژیم ته د وسلو د دې کڅوړې لېږد تصویب کړي.

د راپور پر بنسټ، د وسلو او نظامي تجهیزاتو دې کڅوړه کې څلور زره ‌او ۷۰۰ “زر پونډي” بمونه او لسګونه زغروال بلدوزرونه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تازه هغه بندیزونه لغو کړي، چې د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن پر اسراییلو د “دوه زره پونډي” بمونو د لېږد په اړه لګولي وو.