ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیو لوړيدل په بازار هېڅ اغېز نه دی کړی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، افغانستان بانک ورسره کړې ژمنې پوره کړي او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ثبات ساتلو سره په بازار کې د لومړینو خوراکي توکو د بیو لوړیدو مخه نیول شوېده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، په تېرو څو ورځو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لویو سوداګرو نه بلکې کوچنیو هټیوالو لوړې کړې وې، چې اوس يې د کابل ښاروالۍ سره پرګډه د مخینوی لپاره کارکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک وايي، د افغانیو ثبات ساتلو لپاره په زیات اندازه زیرمې لري او په تېرو درې کالو کې د سیمې په کچه افغانۍ ترټولو باثبات کرنسي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د افغانیو پروړاندې د یو امریکايي ډالر بیه تر۸۳ افغانیو رسیدلې وه، خو د افغانستان بانک د پرلو پسې هڅو په پایله کې د افغانیو بیه ډالرو پروړاندې لوړه شوې چې اوسمهال یو ډالر څه باندې ۷۴ افغانۍ پلورل کېږي.