د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسولین وایي، وروستیو کلونو کې راستنو شویو کډوالو ته د کورونو او سرپناوو جوړلو په موخه یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه جریبه ځمکه ځانګرې کړې.
د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي محمد ولي محمدي وايي، نږدې راتلونکي کې به یادو ځانګړو شویو ښارګوټو کې راستنو شویو کډوالو ته د کورونو جوړولو بهیر پیل شي.
له دې سره هم مهاله راستنې شوې کورنۍ وایي، اسلامي امارت یې تر ډېره بریده لاسنیوی کړۍ از زیاتوې چې دوی ته د دایمي سرپناوو په جوړلو سره به یې شته یو شمېر ستونزې هم حل شي.
د کندوز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست داسې مهال تازه راستنو شویو کډوالو ته د سرپناوو د جوړېدو خبر ورکوي، چې همدا روان کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه کندوز ولایت ته اته زره او ۵۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.