ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت تر بل هر چا د یووالي په ارزښت ښه پوهېږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د ایکس په یوې مرکه کې ویلي؛ د افغانستان اوسنۍ بودیجه په بشپړه توګه د هېواد له کورنیو سرچینو څخه تمویلیږي، په تېرو درېیو کلونو کې د نړیوالو له لوري ترسره شوې مرستې اسلامي امارت ته نه دي ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ مالیې وزارت تېر کال د عادي بوديجې سربېره د ۵۵۵ پراختیايي پروژې هم له کورنیو عوایدو تمویل کړي دي، چې اکثره یې بشپړې شوې دي.

د اسلامي نظام له لوري د جبل السراج او غوري سمنټو د کارخونو جوړول لویه اقتصادي لاسته‌راوړنه ده، چې ډیر ژر به افغانستان د سمنټو له پلوه پر ځان‌بسیا شي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاس‌رسي په موخه د هېواد په هره ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړلو چارې پیل شوې دي.

 همداراز اسلامي امارت د وچکالۍ مخنیوي په موخه د هېواد په کچه ټولو ولسوالیو کې د چکډیمونه چارې پیل کړې وې، چې د ډیرو چارې بشپړې شوي او پاتې نور به هم ډیر ژر بشپړ شي.

 نوموړي دغه راز د افغانانو په لاس د کابل-کندهار د ۵۰۰ کیلومټره سړک جوړول هم لویه لاسته راوړنه بللې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت د اقتصاد او امنیت سربېره په بهرني سیاست کې هم ښه لوبېدلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ اسلامي امارت پیل د اختلاف او کورنیو جګړو پر ضد شوی او تر بل هر چا د یووالي په ارزښت ښه پوهېږي، دا مهال د هېواد په هېڅ زندان کې سیاسي بندي نشته او په زندانونو کې د شکنجو اوازې بې بنسټه دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ولس ته ډاډ ورکړی، چې هېواد کې د داعش ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌مثاله ښه دی.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي نظام بوړبکۍ نه دی راوړۍ، چې د پروپاګند په پایله کې به پاشل کېږي او ترمنځ به یې اختلاف راځي. د فکر او عقیدې خلک څوک له خپلې موخې نشي لاس پر سر کولی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه ویلي؛ بګرام د افغانستان ملکیت دی، افغانان یې هیچا ته د نیولو اجازه نه ورکوي او په وینا یې، هغه وسلې چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وې، غنیمت دی، د افغانانو ملکیت دی او له همدې وسلو څخه به د دین، هېواد او خپلواکۍ په ساتلو کې کار اخلو.