د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالیو ته، چې د چین هېواد په کوربهتوب به د هربین په ښار کې تر سره شي، د سکي فدراسیون رییس محمد داوود کارګر په سفر ولاړ.
د مخه ښې په دې مراسمو کې محمد داود کارګر د یادو سیالیو پر اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق په خپلو خبرو کې یادې سیالۍ مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به په دې سیالیو کې ښه وځلېږي.
د اسیا ژمنیو لوبو نهم پړاو سیالۍ د روان کال فیبروري میاشتې په اوومه نېټه پیليږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام ولري، چې له ۳۴ اسیایي هېوادونو څخه پکې یو زر او ۲۷۵ ورزشکاران ګډون کوي.
په دې سیالیو کې د سکي فدراسیون رییس او درې افغان ورزشکاران د افغانسان په استازولۍ ګډون کوي.