د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتواته سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې اندریکا راتواته په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل؛ چې دوی به له افغان کډوالو سره د پاکو اوبو، روغتیا، زده کړو او سرپناه په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ۱۷ ښارګوټو لپاره د ځمکو هوکړه شوې، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته پکې د استوګنې او ژوند زمینه برابره شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د ملګرو ملتونو له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ د تداوم غوښتننه وکړه.
دغهراز نوموړي په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي د درېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان کډوالو ته باید اسانتیاوې برابرې شي.
مولوي عبدالکبیر په اجباري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، اجازه دې ورکړل شي چې افغان کډوال په داوطلب ډول هېواد ته را ستانه شي.
همدا راز مولوي عبدالکبیر وویل؛ هېواد ته راستانه شوي کډوال او بېځایه شوي کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل، چې د هغوی د ځای پر ځای کېدو او سهولتونو د برابرولو لپاره دې بېړنۍ مرستې کړي.