د کمال خان بند درېیم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې د ګټې اخیستنې ته د سپارلو د مراسمو پیل د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د اسلامي امارت د مشرانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د دې بند په ساحه کې ترسره شول.
د اوبو او انرژي وزیر د دغې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې ویلي؛ اسلامي امارت په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامینځته کړې، پدې اساس د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي چې د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بیداره واوسي.
ښاغلي منصور ټینګار کړې، د اسلامي امارت رهبري د وچکالۍ وضعیت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او پدې هکله ګاونډي هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د دغه بند له جوړولو څخه به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.
له بلې خوا د اوبو مرستیال په دغه مراسمو کې یادونه کړې، چې د کمال خان بند د سېلابونو د کنترولولو او د اوبو د مدیریت په موخه جوړ شوی او د اوبو او انرژي وزارت ډاډ ورکوي چې د دغه بند په جوړېدلو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر ویلي، د اسلامي امارت مشران د افغانستان خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ په صداقت سره هڅې کوې.
همدارنګه د نیمروز والي د اسلامي امارت رهبري دغه ولایت ته د پاملرنې په ستایلو سره، یادونه کړې چې پدې وروستیو کې له نیکه مرغه د نیمروز خلک په دغه ولایت کې د څو لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.
د یادونې وړ ده، چې د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالي کې د موسمي سېلابونو د کنترول، د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د شپږ مېګاواټه برق د تولید د وړتیا په موخه پلي شوی دی.
دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره کولی شي ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.