د غزې د خلکو د بې ځايه کولو اړوند د متحده ايالتونو د ولسمشر د څرگندونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.
اعلامیه زیاتوي، غزه د فلسطین خاوره ده، او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.
اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه یواځې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل هم ګرځي.
اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت د نړۍ له بااثر هېوادونو او د عدالت له پلویانو غواړي، چې د دې ډول توطیو په وړاندې یو واحد، عملي او پر وخت دریځ ونیسي.