د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره په ټیلیفوني خبرو کې نوموړی پاریس ته ور بللی دی.
دواړو لوریو دغه راز پر سوریې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.
د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع څو ورځې وړاندې پر خپل لومړني بهرني سفر سعودي عربستان او له هغې وروسته ترکیې ته سفر وکړ.
نوموړي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدنه کړې وه.
دواړو لوریو په دې لیدنه کې د یوه ګډ دفاعي تړون، د سوریې اقتصادي بیارغونې او سیمهییز ثبات په اړه خبرې کړې وې.
یاد دفاعي تړون کې سوریه کې د ترکیې د هوايي اډو جوړول او د سوریې د نوي پوځ روزنه شامله ده.