ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس د ۲۲ جزایي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس مفتي عتیق الله دروېش د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په ځانګړې لارښوونه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې له دویمې تر پینځمې نېټې د یو شمېر مهمو جزایي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه د هېواد څلورو ولایتونو (پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر) ته سفر وکړ.

د جزاء دېوان عمومي رییس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن قاسمي یې ملتیا کوله یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال ۲۲ جزایي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې.

مفتي عتیق الله دروېش د یاد سفر پر مهال د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له رییسانو او نورو اړوند محاکمو له قضایي غړو سره لیدنه وکړه، د جزایي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس او ورسره مل پلاوي په یاد سفر کې د جزایي دوسیو له جانبینو سره هم لیدنې کړي او له هغوی یې د دوسیو په اړه وروستي بشپړ تحقیقات کړي.

د سترې محکمې دغه قضایي پلاوي د یادو لیدنو علاوه د خوست ولایت علي شېر ولسوالۍ ته سفر کړی، په یاده ولسوالۍ کې یې د تېرې امنیتي پېښې ځای له نږدې لیدلی او د قربانیانو له کورنۍ سره یې لیدنه کړې، دوی ته یې پر تسلیت سربېره ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت محاکم به د دې پېښې عاملین د شریعت مطابق مجازات کړي.

دغه راز د جزا دېوان رییس امنیتي مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د یادې پېښې جدي پلټنه وکړي، ټول عاملین یې پیدا او دوسیې یې د شرعي پرېکړو په موخه اړوند محکمې ته راجع کړي.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رییس مفتي عتیق الله دروېش له دې مخکې هم د جزایي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي.