د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ملا عبدالمنان عمري په افغانستان کې د ناروې هېواد د کډوالو ادارې له رییس نیل ټورنر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ټولنیز خوندیتوب په برخه کې خپل فعالیتونه ځانګړي کړي او خپلې چوپړتیاوې د لرې پرتو سیمو تر اړمنو هم ورسوي.
د کار او ټولنیز چارو وزارت ویاند سیمع الله ابراهیمي ویلي؛ د ناروې هېواد د کډوالو ادارې رییس ژمنه کړې، چې د پخوانیو فعالیتونو په دوام غواړي په راتلونکې کې هم د دغه وزارت د پالیسۍ مطابق خپل خدمتونه وړاندې کړي.
د چارو شنونکي د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې د ناروې خدمتونه ګټور بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.
مولوي عبدالمنان عمري د ناروې د کډوالو ادارې له رییس غوښتنه کړې، چې خپل اداري لګښتونه راټیټ او د خدماتي لګښتونو کچه زیاته کړي او خپل ټول فعالیتونه په مرکز او ولایاتو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ولایتي ریاستونو سره په همغږۍ کې ترسره کړي.