د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د فراه ولايت په استازيتوب د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي تاج الدین منصور او د دغه ولایت د لسو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
دغه قومي مشران او مخور، چې د یاد ولایت د خلکو د ستونزو د حل په موخه کابل ته ورغلي وو، خپلې ستونزې او غوښتنې یې د ټولګټو وزارت له وزیر سره شریکې کړې.
دوی د فراه ولایت د اساسي پروژو پر ځنډ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پر کمښت اندېښنه ښودلې او د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې.
ملا محمد عیسی ثاني د قومي مشرانو او مخورو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته ویلي؛ چې فراه ولايت ته د خپل سفر پرمهال يې د ياد پروژې چارې له نږدې کتلي دي او د قراردادي شرکت، بهرنيو چارو وزارت او د ډيپلوماتيکي لارې له ايران سره هم موضوع شريکه شوې ده.
نوموړي قومي مشرانو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړی، چې يادې غوښتنې او وړانديزونه به د اسلامي امارت د مشرتابه له مقام سره هم شریک کړي.
د ټولګټو وزیر زیاته کړې، حکومت د ولس هوساینې ته ژمن دی او د اساسي پروژو د عملي کولو لپاره به لازم اقدامات او ګړندۍ هڅې ترسره شي.