د ملي دفاع وزارت د سیمهییزو قول اردوګانو ۵۳۵ تنه سرحدي ځواکونه د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د عسکرانو بنسټيزو زدهکړو ښوونځی د سرحدي فوقالعاده څلور میاشتنیو مسلکي زدهکړو له پنځم دورې څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي، ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلينو او منسوبینو ګډون درلود.
مولوي باز محمد حمیدي، نوي فارغان خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه او وویل:«د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هیواد له سرحداتو څخه ساتنه وکړئ؛ تاسو مکلف یاست ځانونه د ظاهري اعداد ترڅنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ.»
هیره دې نه وې دغو ځواکونو ته د څلور میاشتنیو مسلکی زدهکړو په بهیر کې د توپوګرافي، توپچي، ثقیله او خفیفه اسلحو کارول، سرحدی قوانين او يو شمیر نورو برخو کې د مسلکي استادانو له لوري نظری او عملي زده کړې ورکړل شوي دي
د یادولو وړ ده چې د فراغت له دې مراسمو سره هم مهاله د عبدالله بن مسعود رض د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځی د عامه چارو ډيپارټمنټ څخه ٢٣ تنه د عامه چارو آمرین هم فارغ شول.
په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.