د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونه د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو د صنعت د ودې په اړه خبر ورکوي.
یاد صنعتي ښارګوتي کې هره ورځ څه باندې ۲۰۰ تنه هېوادوال په بېلابېلو شفټونو کې په کار بوخت دي او شاوخوا څلور زره او ۵۰۰ متره مربع غالۍ د هېواد بازارونو لپاره تولیدوي.
له بلې خوا د هرات د کانونو او صنايعو خونې رييس حمیدالله خادم هم ویلي، چې د دغه ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د غاليو د توليد او پلور په برخه کې تر زرو زيات هېوادوال په مستقيم ډول په کار بوخت دي.
نوموړي ټينګار کړی، چې د کارخونو په پرانيستلو سره به ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت لخوا په هېواد کې د صنعت او پانګونې د زمینې په برابرولو سره همدا اوس د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ګڼ شمیر کارخونو د جوړولو چارې روانې دي.