د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې د کلني پلان له مخې د روانې فبروري میاشتې په لسمه نېټه (دوشنبه) ۱۶م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي، چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوام ومومي.
د کورني کرېکټ په دغو سترو ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي، چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۵ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځ ۳۳ سیالۍ ترسره شي.
د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د ننګرهار، کندوز، کابل، خوست الف، اې سي بي ایلېون دویمه او چېرمېن ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې اې سي بي ایلېون، چېرمېن ایلېون دویمه لوبډله، خوست، فاریاب، هلمند او کابل الف لوبډلې شاملې دي.
باید وویل شي چې د لومړي ګروپ سیالۍ د ننګرهار ولایت په دوه لوبغالو او د دویم ګروپ سیالۍ بیا د کندهار ولایت په دوه بېلابېلو لوبغالو کې پلان شوې دي.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یو ځل مخ شي او په ټوله کې به پینځه سیالۍ ترسره کړي، چې له منځه به یې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.
د ۲۰۲۵م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د ننګرهار (سپین غر زون مشترکې لوبډلې)، کندوز، کابل، خوست الف، هلمند، خوست (مس عینک زون مشترکې لوبډلې)، فاریاب او کابل الف لوبډلو له تېرو دویمه درجه ولایتي سیالیو لاره موندلې وه.
دغه راز دغو سیالیو ته د چېیرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم څلور نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره اضافه کېږي، چې په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لاره نه ده موندلې.
دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې په دغو سیالیو کې د کورني کرېکټ د لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو یو شمېر غوره لوبغاړي هم دغو سیالیو ته غوره کړي دي، ترڅو د دویمه درجه ولایتي سیالیو له ځوان لوبغاړو سره یو ځای په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ولوبېږي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت ب لوبډلې د تېر کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
دا به د روان کال دویم کورنی ټورنمنټ وي چې له مخې به یې د زونونو په کچه راتلونکو درې ورځنیو او لیسټ اې سیالیو ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.