د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې د کوکنارو د کښت، پېر او پلور په بشپړ ډول مخنیوی شوی خو تر یوه بریده يي ځاي طبي بوټو نیولی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، تېر ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د شاوخوا ۲۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ۲۰۰ ټنه طبي بوټي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې زیاته برخه يي اینجه او شیرین بویه تشکیلوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ یاد طبي بوټې له افغانستان څخه هند، متحده عربي امارت، پاکستان، ترکیه، قرغیزستان، ایران، چین، امریکا، کاناډا، جاپان، اوکراین، روسیه او نورو بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د شنونکو په باور، افغانستان د کوکنارو مخنیوي برخه کې خپل مسولیت ادا کړی او اوس دې نړیواله ټولنه د ژمنې سره سم په دغه برخه کې خپل مسولیت ادا او د بدیل معیشت برخه کې له افغانانو سره مرستې وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د کوکنارو بدل معیشت او د طبي بوټو ترویج لپاره له یو شمېر نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ کار کوي.
یاد وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې له افغانانو سره دې د کوکنارو بدیل معیشت برخه کې مرسته وکړي.