د ټولګټو وزارت وايي؛ ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني، ژاو شینګ ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل؛ افغانستان او چین یوله بل سره اوږدمهاله ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.
دغه راز دواړو لور د واخان دهلیز(وریښمنو لارې) په اړه چې افغانستان له چین سره نښلوي هم هر اړخیز بحث وکړ.
د ټولګټو وزیر ویلي، د یاد سړک د سروې چارې د ټولګټو وزارت له لوري بشپړې شوې دي، د ډیزاین چارې یې دامهال جریان لري او په دې اړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه دوام ولري.
همدارنګه په دغه ناسته کې د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې اترې وشوې، چې یاده پروژه د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا هېوادونو سره نښلوي.
ملا محمدعیسی ثاني زیاته کړې؛ په دې اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ په سطحه مذاکرات له یادو هېوادونو سره ترسره شوي دي او لا هم دوام لري، چې د ټولګټو وزارت د یادې پروژې پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټیګار وکړ.