د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د هلمند والي مولوي عبد الرحمن مسلم کندوزی، د عامي روغتیا رییس قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله او ورسره مل پلاوي په ملتیا د لښکرګاه ښار اړوند د معتادینو سل ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې.
ملا خیرالله خیرخوا د یاد روغتون د مسولینو، ډاکترانو او کارمندانو سربېره د دې روغتون د خدماتو، اداري، طبي چارو او مهمو څانګو څخه یې لیدنه کړې.
همدارنګه نوموړي یاد روغتون د ظرفیت او موقعیت په لحاظ ډېر مهم ګڼلی او د خدماتو او فعالیتونو څخه یې خوښي څرګنده کړې ده.
په ورته مهال ملا خیرالله خیر خوا د دې روغتون مسولینو او ډاکترانو ته د نشه روږدو کسانو د ښه درملنې په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون کې د هغه کسانو درملنه په اساسي او معیاري ډول کېږي، چې په نشه روږدي وي او تر درملنې وروسته د اصولو او هوکړو سره سم خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.