د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ختیځ زون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سید جمال الدین افغاني (کونړ) پوهنتون څخه د لیدنې او هلته اړونده مسولینو، استادانو او منسوبینو ته د لازمو سپارښتنو سربېره په ننګرهار پوهنتون جامع مسجد کې یوې سترې غونډې ته چې د یاد پوهنتون رهبرۍ، مسولینو، د ۱۴ ګونو پوهنځيو رییسانو، استادانو، د تدریسي روغتون مسولینو او اداري کارکوونکو هم برخه لرله وینا کړې.
شیخ نداء محمد ندیم په خپله وینا کې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي؛ استادان او نور مسولین باید د مسلکي او په کار پوه کادرونو په روزنه کې خپل رسالت لا په سمه توګه ادا او د محصلینو په ظرفیت لوړونه تمرکز زیات کړي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي احکامو نفاذ او ارزښتونو ساتنه یوازې اسلامي نظام کولی شي او د ټولو افغانانو خوندیتوب او عزت د اسلامي نظام په استحکام پورې تړلی دی.
د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان اسلامي امارت بریا د ټولو افغانانو ګډ افتخار بللی او د غونډې ګډونوال یې د اسلامي نظام ملاتړ ته رابللي دي.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون رییس شیخ انعام الله مدني په دغه غونډه کې د وینا پر مهال د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د علمي او تدریسي چارو پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې یې د یاد پوهنتون د وړاندیزونو منظورېدو له امله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه کړې.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر د ننګرهار د امام ابو حنیفه رحمه الله د جامعې فاضلانو سره هم ناسته کړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلې دي.